افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون سکرتریت وویل چې په تیرو دوو ورځو کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو څخه ټولټال ۷۰۶ افغان کډوالې کورنۍ هیواد ته داخلې شوې دي.
د کمیسیون په وینا، په دې کورنیو کې ټولټال ۳۳۶۰ کسان شامل دي، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
تورخم: ۵۳۵ کورنۍ، چې ۲۶۸۴ کسان پکې شامل دي، سپین بولدک: ۲۲ کورنۍ، چې ۹۹ کسان پکې شامل دي، د ورېښمو پل: ۱۱۱ کورنۍ، چې ۴۴۷ کسان پکې شامل دي او اسلام کلا: ۳۸ کورنۍ، چې ۱۳۰ کسان پکې شامل دي.
همدارنګه، په همدې دوو ورځو کې، ۷۹۹ کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۴ زره ۸۵۴ کسان پکې شامل دي، د هیواد مختلفو ولایتونو ته لیږدول شوي دي.
د کډوالو عالي کمیسیون په وینا، د دې کورنیو د لیږد لپاره نږدې ۳.۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
له بلې خوا، ۸۲۸ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوې چې ټولټال شاوخوا ۶.۶ میلیونه افغانۍ کېږي.
کمیسیون زیاتوي چې د مالي مرستې او ځای پر ځای کېدو سربیره، راستنیدونکو کورنیو ته روغتیا، خواړه، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم چمتو شوي دي.
د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د شمیر زیاتوالي سره، د کډوالو عالي کمیسیون د سرحدي دروازو کې د راستنیدونکو کورنیو د ثبت، ثبات، لیږد او اساسي مرستو د پروسې څارنه کوي. پدې خدماتو کې د کډوالو خپلو ولایتونو ته لیږدول، نغدي او ترانسپورتي مرستې، او د روغتیا او خوړو خدماتو چمتو کول شامل دي.