افغان غږ خبری آژانس: د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوی عبدالرحمن بدری نن ازادی راډیو ته وویل چې دغه سړى د فیروز کوه ښار په لس کیلومترۍ کې د بند بهاری په سیمه کې له پېژندلو وروسته د دوهمې امنیتی حوزې د دوهم ماموریت د کشفی عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
هغه وويل چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په مهارت سره نشه يي توکي په يوه امبولانس کې ځاى پر ځاى کړي وو او له سرپل ولايت څخه يې بار کړي وو.
بدري زياته کړه، چې نيول شوي کس پلان درلود، چې د غور ولايت له سختو لارو څخه په استفادې دغه توکي هلمند ولايت ته ولېږدوي.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې نيول شوى کس تر څارنې لاندې دى او دوسيه به يې تر څېړنو وروسته محکمې ته وسپارل شي.
له بلې خوا دغور ولايت يو شمير ښاريان له نشه يي توکو سره دمبارزې او ددغو نشه يي توکو دله منځه وړلو په لاره کې دامنيتي مسوولينو دګډو عملياتو هرکلى کوي او په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په برخه کې له مسوولينو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.