افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا ځمکې د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په مومن آباد سیمه کې موقعیت لري.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د دې ځمکو اړوند اسنادو له ارزونې وروسته د دوی دولتي ملکیت تایید کړی دی.
وزارت زیاته کړه چې د محکمې د پریکړې پر بنسټ، د پورته ذکر شویو ځمکو اشغالګر مکلف دي چې دا ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیسیون ته وسپاري.
د غصب شویو ځمکو د قضیو څېړنه او د دولتي ځمکو د ملکیت تثبیت د اسلامي امارت لپاره د اندیښنې وړ مسلو څخه دي. په دې برخه کې، د غصب شویو ځمکو د قضیو د حل ځانګړې محکمه د جنجالي ځمکو پورې اړوند قضیې بیاکتنه کوي او د هغوی د ملکیت او د هغوی د بیرته ورکولو د طریقې په اړه پریکړې کوي.