افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د رسمي سرچینو په وینا، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ځواکونو د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې ۷۴ کیلوګرامه مخدره توکي او د بدخشان په ارګوي ولسوالۍ کې ۳۹ کیلوګرامه نور مخدره توکي نیولي دي.
ویل شوي چې د دې پیښو په تړاو، څلور کسان هم د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي او د دوی د دوسیو له بشپړولو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي. دا عملیات د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې لپاره د اسلامي امارت د هڅو په دوام کې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې ولایتونو کې امنیتي ځواکونو پخوا د مخدره توکو د لویو بارونو په کشف او د قاچاق وړونکو په نیولو کې بریالي شوي دي.