افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په هرات ولایت کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګاز پایپ لاین پروژې عملیاتي پروسه مخ په وړاندې روانه ده.
وزارت زیاتوي چې په هرات کې د ټاپي پروژې له ټول ۱۵۳ کیلومتره څخه، تر اوسه ۱۴۵ کیلومتره پاخه شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، ۸۷ کیلومتره خندقونه کیندل شوي او ۵۱ کیلومتره پایپونه د ځمکې لاندې ښخ شوي دي.
په هرات کې د ۲۲ کیلومتره فرعي پایپ لاین جوړول هم ټاکل شوي چې ډیر ژر پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د پروژې په مختلفو برخو کې پرمختګ به د ګازو د لیږد د زیربنا بشپړولو او د افغانستان د لارې د عملیاتو لپاره لاره هواره کړي.
د ټاپي پروژه د سیمې د ګازو د پایپ لاین یو له لویو پروژو څخه دی چې د ترکمنستان ګاز له افغانستان څخه پاکستان او هند ته لیږدوي. افغانستان کولی شي د ګازو د پایپ لاین او اړوندو فعالیتونو څخه د ټرانزیټ عاید ترلاسه کړي او اقتصادي او کاري فرصتونه رامینځته کړي.
د هرات د لارې د عملیاتو پرمختګ، په شمول د لارې پخول، د خندقونو کیندل او د پایپونو ښخول، د افغانستان دننه د پروژې لپاره د چمتووالي پروسې یوه برخه ده.