دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۵ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 364228
د افغان پوسټ درې کسیزه پلاوی د آسیا د پوستي اتحادیې په څوارلسم کانګرس کې د ګډون لپاره
د افغان پوسټ دولتي شرکت اجرایوي رییس د آسیا د پوستي اتحادیې په څوارلسم کانګرس او د اتحادیې د پوستي ادارو د اجرایوي رییسانو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره د درې کسیزې پلاوي په مشرۍ تایلینډ ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان پوسټ دولتي شرکت اجرایوي رییس مولوي رحمت الله مکي د درې کسیزې پلاوي په مشرۍ تایلینډ ته سفر کړی دی.
 
د افغان پوسټ دولتي شرکت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا سفر د آسیا د پوستي اتحادیې په څوارلسم کانګرس او د اتحادیې د پوستي ادارو د اجرایوي رییسانو په عمومي غونډه کې د ګډون په هدف ترسره شوی دی.
 
ټاکل شوې ده چې کانګرس او غونډه د تایلینډ په پلازمینه بنکاک کې ترسره شي او د آسیا د پوستي اتحادیې د ۳۲ غړو هیوادونو د پوستي ادارو استازي به پکې ګډون وکړي.
 
په دې غونډه کې به د غړو هېوادونو استازي د پوستي همکارۍ، خدماتو پراختیا او د آسیایي هېوادونو د پوستي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا پورې اړوند مسلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي.
 
د آسیا د پوستي اتحادیه د غړو هېوادونو د پوستي ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او په آسیا کې د پوستي خدماتو د پراختیا لپاره یوه سیمه ایزه اداره ده.
 
د دې اتحادیې په غونډو او پروګرامونو کې د افغان استازو شتون کولی شي د تجربو تبادلې، نوي همکارۍ رامینځته کولو او په هیواد کې د پوستي خدماتو د ښه کولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي.
https://avapress.net/vdcauynea49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته