افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې د سالنګ په "قبر کلینر" سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو موټر له سړک څخه ووت او بیا وغورځېد.
د پروان د پولیسو د قوماندانۍ چارواکو د موټر چلوونکي بې احتیاطي د پېښې یو له عواملو څخه بللې ده.
ټپیان شوي کسان د طبي درملنې لپاره طبي مرکز ته لیږدول شوي دي.
د سالنګ لاره د هیواد له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ده چې تل د غرنیو سیمو او د سړکونو د سختو شرایطو له امله د ترافیکي پیښو شاهده ده. د موټر چلوونکي بې احتیاطي، سرعت او د موټر چلولو قوانینو نه مراعت کول په دې لاره کې د ترافیکي پیښو له لویو عواملو څخه دي.