افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د خصوصي سکتور او د ازبکستان جمهوریت د قشقدر ولایت ترمنځ د سوداګرۍ همغږۍ کنفرانس پرون ماښام په کابل کې ترسره شو.
وزارت ویلي چې په دې کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد، د قشقدر ولایت مرستیال والي شهرت مرادوف، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور یو شمیر غړو ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، د غونډې په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي فعالانو ترمنځ د ۲۶۷ ملیون ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
دا تړونونه د خوړو، جامو، ساختماني، څارویو، الکترونیکي توکو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شول.
په کابل کې دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د اقتصادي اړیکو پراخولو، دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتولو او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د پانګونې او همکارۍ لپاره د نوي فرصتونو په رامینځته کولو ټینګار کړی دی. د نویو تړونونو لاسلیک کول کولی شي سوداګري زیاته کړي او د یو بل په بازارونو کې د دواړو خواوو شرکتونو شتون زیات کړي.