افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر د پولیسو د قوماندانۍ د ویاند په وینا، لومړۍ پیښه تیره ماښام د پل علم ښار په "التمور" سیمه کې د واده مراسمو پرمهال او د دوو موټرو ترمنځ د ټکر وروسته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او اته نور ټپیان شول.
همدارنګه، د محمد آغې، برکي برک او چرخ ولسوالیو کې په دریو نورو پیښو کې یو کس ووژل شو او دوه میرمنې ټپیانې شوې. چارواکو د دې پیښو اصلي عوامل د موټر چلولو بې احتیاطي او ډیر سرعت یاد کړ او ویې ویل چې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې لوګر ولایت په وروستیو کلونو کې د ناامنه سړکونو، د ترافیکي قوانینو نه مراعتولو او د خبرداري نښو نشتوالي له امله د ترافیکي پیښو د زیاتوالي شاهد دی.