افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس مولوي شعیب بریالی او په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال انیس مټا سره ولیدل.
په جاکارتا کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې وویل چې دواړو خواوو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا، د سیاسي اړیکو د کچې لوړولو او د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د نړیوالو مکلفیتونو د پوره کولو په برخه کې د افغانستان د پرمختګ او هڅو په اړه هم بحث وشو.
دواړو خواوو د رغنده ښکیلتیا او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اغیزمن راستنیدو لپاره د شرایطو د رامینځته کولو په اړتیا هم ټینګار وکړ.
افغانستان او اندونیزیا په وروستیو کلونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو سکتورونو کې د همکارۍ د زیاتولو په اړه بحثونه کړي دي. په جاکارتا کې د دواړو چارواکو لیدنه هم د هغو هڅو یوه برخه ده چې د کابل او د سیمې او نړۍ د هیوادونو ترمنځ اړیکې پراخوي.