دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۵ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 364352
په دایکندي کې نږدې دوه جریبه د کوکنارو او چرسو کښت له منځه یوړل شو
د دایکندي ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دې ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالیو په بیلابیلو برخو کې د کوکنارو، بنګ او چرسو کښت نږدې دوه جریبه ځمکه کشف او له منځه وړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - دایکندي: د دایکندي ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوید، د افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس ته وویل چې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د مخدره توکو کښت نږدې دوه جریبه ځمکه پیژندلې او له منځه وړې ده.

هغه زیاته کړه چې د دایکندي ولایت د پولیسو مشر د مخدره توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ او له اوسیدونکو یې وغوښتل چې د دې پدیدې د له منځه وړلو او د مخدره توکو څخه پاکې ټولنې د جوړولو لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

له بلې خوا، د دایکندي ولایت یو شمیر اوسیدونکو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امنیتي چارواکو د ګڼ شمیر عملیاتو ستاینه وکړه او په ولایت کې یې د مخدره توکو د له منځه وړلو په برخه کې له چارواکو سره خپله همکاري اعلان کړه.
https://avapress.net/vdciw5aprt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته