افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزارت په وینا، د زابل د امنیه قوماندانۍ د لویو لارو د ساتنې کنډک امنیتي ځواکونو په یوه امنیتي پوسته کې د تفتیش پر مهال دا اندازه مخدره توکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي دي او د څېړنو له بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر هم تایید کړه چې مخدره توکي له یوه موټر څخه کشف شوي او د هغې درې تنه ساتونکي د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت په وار وار د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې په جدي مبارزه ټینګار کړی او په بیلابیلو ولایتونو کې یې د مخدره توکو د کشف او ضبط لپاره ګڼ شمیر عملیات ترسره کړي دي.