افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې وزارت اعلان وکړ چې په دې غونډه کې ښاغلي عمري په تیرو څلورو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ سکتورونو کې شوي پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې د دې سکتورونو د لا ودې لپاره لا پراخ کار او همکارۍ ته اړتیا ده.
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان څخه وغوښتل چې د اصلاح شویو تخمونو چمتو کولو او ترویج، د څارویو د نسل ښه کولو، په هیواد کې د تخمونو او عضوي سرې تولید، د خاورې ساینس مرکزونو جوړولو، په دښتو او لرې پرتو سیمو کې د څارویو لپاره د اوبو د څاګانو جوړولو، د شیدو راټولولو مرکزونو جوړولو او د قصاب خانو جوړولو په برخو کې همکاري وکړي او خپل فعالیتونه زیات کړي.
په عین حال کې، ریچارډ ټرینچارډ وویل چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په پروګرامونو کې د کرنې وزارت لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي دي او دا سازمان په اوږدمهاله پروګرامونو تمرکز کوي.
هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ډیرې پانګې جذب کړي او له دې هیواد سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. ټرینچارډ دا هم وویل چې مرستندویه هیوادونو یو داسې پلیټ فارم رامینځته کړی چې د روغتیا سکتور سره سره، کرنه هم د تمویل لپاره د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.