دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۵ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 364372
په کندز ولایت کې د ۴۰۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو مخدره توکو د قاچاق مخنیوی
د کندز ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بدخشان-کندوز په لویه لاره کې د ۴۰۱ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه ونیوله او پنځه کسان یې ونیول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ځواکونو د بدخشان-کندوز په لویه لاره کې په دوو کشفي عملیاتو کې پنځه کسان ونیول.

دغو کسانو ۴۰۱ کیلوګرامه اپین له بدخشان ولایت څخه بار کړی وو او غوښتل یې چې نورو ولایتونو ته یې انتقال او قاچاق کړي.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته، نیول شوي کسان به د نورو څېړنو او قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د مخدره توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کوي او امنیتي ځواکونه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مخدره توکو د لیږد او قاچاق د مخنیوي لپاره عملیات ترسره کوي.
https://avapress.net/vdca0yneu49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته