افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د کډوالو د راستنېدو عالي کمېسیون د راپور پر بنسټ اعلان وکړ چې راستنېدونکو کډوالو ته د نوم لیکنې، لېږد، مالي، روغتیا، خوړو او پوهاوي خدمات چمتو شوي دي.
د دې راپور له مخې، په ټولیزه توګه ۳۴۷ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوې او ۲۷۴ سیم کارتونه کډوالو ته وېشل شوي دي.
په عین حال کې، د تورخم-ننګرهار لارې څخه ۲۶۳ کورنۍ، د سپین بولدک-کندهار لارې څخه ۱۶ کورنۍ، د پل ابریشم-نیمروز لارې څخه ۶۴ کورنۍ، او د اسلام کلا-هرات لارې څخه ۱۲ کورنۍ راجستر شوي او هرکلی شوي دي.
راستانه شوي کډوال هم په مختلفو سکتورونو کې د روغتیا او خوړو له خدماتو څخه ګټه پورته کړې، او یو شمیر ناروغانو درملنه هم ترلاسه کړې ده.