افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل شوي چې په دې غونډه کې، چې د سې شنبې په ورځ (د سپتمبر ١مه) ترسره شوه، ګډونوالو د دې پلان د مختلفو اړخونو او د ولایتونو ترمنځ د ترانسپورت او اړیکو د اسانتیا لپاره د عصري لویو لارو د شبکې د جوړولو اړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د دې غونډې په پای کې، د اړوندو څانګو تخنیکي کمیټو ته دنده وسپارل شوه چې پورته ذکر شوی پلان چمتو کړي او مسؤلې کمیټې ته یې وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د فواید عامې وزارت مخکې په مختلفو ولایتونو کې د کابل-کندهار، کندهار-ارزګان او ټرانزیټي لویو لارو په ګډون د ګڼ شمیر لویو لارو د جوړولو پروژو د پیل یا بشپړیدو اعلان کړی و.