افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر په وینا، داوطلبي درې ورځې وړاندې په دواب ولسوالۍ کې پیل شوه او نن (چهارشنبه، د سپتمبر لومړۍ) پای ته ورسیده.
عمیر د پلورل شویو ډبرو د وزن په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د دې ډبرو له پلور څخه ۱۲ ملیون او ۲۵۰ زره افغانۍ عاید د دولت خزانې ته جمع شوی دی. د هغه په وینا، پلورل شویو ډبرو کې بیروج، کنزایټ، بلور او مارجنایټ شامل دي، چې د دواب ولسوالۍ د "ماوي" کان څخه استخراج شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په ختیځ کې د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بډایه سرچینې لري.