افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان پوسټ دولتي شرکت اجرایوي رییس مولوي رحمت الله مکي د آسیا-پاسیفیک پوستي اتحادیې د څوارلسم کانګرس په څنډه کې د هند د پوستې دفتر له چارواکو سره ولیدل او د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه یې بحث وکړ.
د دولتي تصدیو عمومي ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې پدې غونډه کې، د برېښنايي سوداګرۍ، مستقیم ټرانزیټ لیږد، د پوستي خدماتو پراخول، د تجربو تبادله او د متقابلې همکارۍ پیاوړتیا پورې اړوند مسلو په اړه بحث او بیاکتنه وشوه.
دواړو خواوو د پوستي همکارۍ پراختیا او د برېښنايي سوداګرۍ پورې اړوند لیږد او خدماتو اسانتیا لپاره د موجوده ظرفیتونو په کارولو ټینګار وکړ.
همدارنګه، په دې غونډه کې د هیواد او هند د پوستي ادارو ترمنځ د تجربو او تخنیکي پوهې تبادلې او په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ لپاره د اساس په جوړولو ټینګار وشو.
د خبري سرچینو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، د پوستي خدماتو او ای کامرس پراختیا کولی شي د هیواد او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې او اړیکو په اسانه کولو کې رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې هند، د معلوماتي ټیکنالوژۍ او ای کامرس په برخه کې د یو له لویو او مخکښو اقتصادونو په توګه، په دې سکتورونو کې له هیواد سره د همکارۍ لپاره لوړ ظرفیت لري، او د آسیا-پسیفک د پوستي اتحادیې د کانګرس په څنډه کې د افغان پوسټ او د هند د پوسټ دفتر د چارواکو ترمنځ غونډه د ټرانزیټ لیږد، د پوستي خدماتو پراختیا او د دواړو خواوو ترمنځ تخنیکي همکارۍ په اړه د بحثونو لپاره اساس چمتو کړی دی.