افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امنیت او پاکوالي چارو کمیسیون غونډه د دفاع وزیر او د کمیسیون د مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ جوړه شوې وه.
د کمیسیون مطبوعاتي اعلامیه وايي چې پدې غونډه کې، د هیواد عمومي امنیتي وضعیت بیاکتنه او ارزول شوی او د ډاډ وړ ارزول شوی دی.
د امنیت او پاکوالي چارو کمیسیون غړو د امنیت د لا پیاوړتیا، ثبات د لوړولو او د هیواد د امنیتي وضعیت پورې اړوند یو شمیر مهمو مسلو په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل.
غونډې په هیواد کې د امنیت او ثبات د ساتلو او پیاوړتیا لپاره د دوامداره هڅو ټینګار وکړ.
د امنیت او پاکوالي چارو کمیسیون یو له هغو ادارو څخه دی چې په هیواد کې د امنیتي مسلو د بیاکتنې او همغږۍ سره تړاو لري. د دې کمیسیون وروستۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې غړو یې د عمومي امنیتي وضعیت ارزولو پرمهال په افغانستان کې د امنیت په لا پیاوړتیا او د ثبات په زیاتولو ټینګار وکړ.