افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت رهبر په پنځه ماده یي حکم کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د هیواد په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو عاملین وپیژني، ونیسي او په هر حالت کې اړونده محکمې ته وسپاري.
دا حکم د چارو د ادارې عمومي ریاست لخوا خپور شو او د هغې پر بنسټ، د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت هم مکلف شوی چې د ترافیکي پیښو د عاملینو د پیژندلو او نیولو او اړوندو معلوماتو او اسنادو راټولولو په پروسه کې د کورنیو چارو وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.
په دې حکم کې له محکمو څخه هم غوښتل شوي چې د ترافیکي پیښو پورې اړوند قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د دې قضیو د حل په پروسه کې د قربانیانو د وارثانو حقونه ډاډمن کړي.
د حکم د پنځمې مادې پر بنسټ، صادر شوی حکم به د صادریدو له نیټې څخه نافذ وي او ټاکل شوې ده چې په رسمي جریده کې هم خپور شي.
دا حکم په داسې وخت کې صادریږي چې د هیواد په لویو لارو کې ترافیکي پیښې د انساني تلفاتو مهم لاملونه ګڼل کیږي، او په ځینو مواردو کې، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، غیرقانوني سرعت، د موټرو تخنیکي ستونزې او د سړک خراب حالت د دې پیښو د رامنځته کیدو عوامل بلل شوي دي.