دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 36475
یورو زون یونان ته د مالي مرستې په اړه موافقې ته ورسېدل
په بروکسل کې په دې خبرواترو کې شامل دیپلوماتان وايي چې د دې توافق پر جزییاتو له څه باندې دولس ساعته خبرو وروسته لاهم کار روان دی.
ویل کېږي، چې په یورو زون کې د شاملو هېوادونو د مالیې وزیران د یونان د دېوالیه کېدو د مخنیوي لپاره دې هېواد ته د ۱۳۰ میلیارده یورو په ارزښت د مالي مرستې په اړه موافقې ته ورسېدل.

په بروکسل کې په دې خبرواترو کې شامل دیپلوماتان وايي چې د دې توافق پر جزییاتو له څه باندې دولس ساعته خبرو وروسته لاهم کار روان دی.

یونان له پنځه کاله پرله پسې اقتصادي بحران وروست، له خپل ناخالص کورني تولید څخه یوسلو شپېته فیصده زیات پوروړی دی.

د یونان پارلمان د اروپايي ټولنې د دې اقتصادي مرستې په بدل کې د ۳،۲ میلیارده یورو په ارزښت د سپما اقدامات او یولړ نور اصلاحات تصویب کړل څو د دې هېواد اقتصاد په پښو ودروي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp0q1.2bqem8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته