دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 36583
په ننګرهاراو کونړکې نن هم یو شمېر خلک واټونو ته راووتل
دغو مظاهره کوونکو د هغو کسانو محاکمه هم غوښتله، چې د بګرام په هوایي ډګر یي د کلام پاک بې حرمتي کړې.

په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې نن هم یو شمېر خلک واټونو ته راووتل او له بهرنیو ځواکونو یي وغوښتل، چې د دوې دیني مقدساتو ته بشپړ درناوې وکړي.

دغو مظاهره کوونکو د هغو کسانو محاکمه هم غوښتله، چې د بګرام په هوایي ډګر یي د کلام پاک بې حرمتي کړې.

دا مظاهرې په داسې حال کې کیږي، چې پرون افغان ولسمشر پر خلکو غږ وکړ، چې ارامې دې وساتي.

د ولسمشر له دفتره په خپري شوې خبرپاڼې کې له امنیتې ځواکونو هم غوښتل شوې، چې د مظاهرو پر مهال دې د خلکو پر ضد له زورزیاتي کار نه اخلي او د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب پام دې وساتي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1pq1.2bqe48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته