کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دميدان وردګو ولایت دزندان څخه ۱۴ تنه بندیان خوشې او د۴۰ تنو په بند کې کموالی راغلي

افغان غږ آژانس(آوا) , 7 حوت 1390 ساعت 17:39

دولایت مرستیال علي احمد خاشعي او ددې ولایت دیو شمیر عدلي او قضایي ادارو مسولین هم حاضر وو ددې ولایت دزندان څخه ۱۴ تنه بندیان دبندڅخه ازاد او د(۴۰) تنو بندیانو په بند کې تر دوه نیمو کلونو
پورې تخیف راغي.


دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر ۱۰۷ ګڼه حکم چې د حضرت محمد (ص) د زوکړې (میلاد نبي) دمبارکې ورځې په مناسبت د جمهوري ریاست لخوا صادر شوې وو او ددې ولایت دعدلي ریاست ترمشرۍ لاندې جوړ شوې کمیسیون لخوا پداسې حال کې چې دولایت مرستیال علي احمد خاشعي او ددې ولایت دیو شمیر عدلي او قضایي ادارو مسولین هم حاضر وو ددې ولایت دزندان څخه ۱۴ تنه بندیان دبندڅخه ازاد او د(۴۰) تنو بندیانو په بند کې تر دوه نیمو کلونو
پورې تخیف راغي.

دولایت مرستیال دبند څخه خلاصو شوو بندیانو ته په خبرو کې وویل چې په ټولنه کې ازاد ژوند دهر وګړې حق دی پدې شرط چې دنورو خلکو دژوند پروړاندې خنډ او یاهم عامه نظم ګډ وډ نه کړي او که انسان څخه اشتباه او خطاء صورت
نیسي نو بیا پرې دهېواد نافذه قوانین په ټولنه کې دنظم او ثبات په موخه تطبیق کیږي ترڅو همدغه کس په راتلوونکي کې د داډول کړونو څخه سان وساتي داچې تاسو د ژوند یو څه موده مو په بند کې تیره کړه بیرته د ولسمشر دلورینې پراساس خپلو کورنیو ته ستنیږۍ نو هیله مو ده چې سوله ایز ژوند غوره او د ازاد ژوند دنیکمرغیو خوند واخلي او په راتلوونکي کې د سرغړونو څخه ځانونه وژغوري او په ټولنه کې نور وګړي هم دناوړه کارونو څخه وژغوري.

دمیدانښار د زندان امر سمونمل عبدالطیف او ټاکل شې کمیسیون مشر دعدلي ریس محمدامین د دولسمشر فرمان بندیانو ته تشریح او دتطبیق په موخه یې دټاکل شوې کمیسیون هلې ځلې وستایلې او خوشې شوو بندیانو ته یې دښه ژوند هیله وکړه او پاتې بندیانو ته یې هم ډاډګیرنه ورکړه چې دولسمشر دنورو فرمانونو په تطیق سره به دبند څخه ازاد شي.

دیادونې وړ ده چې دمیدانښار په زندان کې اوسمهال ۱۴۶ تنه بندیان دبېلابېلو جرمونو په ارتکاب او تور بندیان دي چې اوسمهال په یو کرایي کور کې اوسیږي او ددغه زندان داساسي جوړیدو چارې ۶۰٪ سلنه پرمخ تللي چې د۱۳۹۱ کال په جوزا میاشت کې به یې چارې بشپړې شي چې نوموړې زندان به د نړیوالو سټنډرونو سره سم دبندیانو لپاره هر ډول اسانتیاوې ولري .


د مطلب کود: 36810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36810/دميدان-وردګو-ولایت-دزندان-څخه-۱۴-تنه-بندیان-خوشې-او-د۴۰-تنو-په-بند-کې-کموالی-راغلي

آوا
  https://www.avapress.com