دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 36987
ملي امنیت د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ١٥ طالب وسله وال نیولي دي
یول شویو وسله والو مخالفینو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او ویلې یې دي؛ چې دوی د طالبانو د قوماندانانو له خوا ګمارل شوي وو، څو په دې ولایت کې ورانکاره فعالیتونه وکړي.
د ملي امنیت ریاست وایي چې په فراه ولایت کې یې پنځلس وسله وال مخالفین نیولي دي.

د ملي امنیت له ریاست څخه په خپره شوی اعلامیه کې راغلي، دغه کسانو چې غوښتل یې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ورانکاره فعالیتونه وکړي، د ملي امنیت د موظفینو له خوا ونیول شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې نیول شویو وسله والو مخالفینو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او ویلې یې دي؛ چې دوی د طالبانو د قوماندانانو له خوا ګمارل شوي وو، څو په دې ولایت کې ورانکاره فعالیتونه وکړي.

خو وسله والو مخالفانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0one.49nia1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته