دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 37132
پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې سخت خبرداری
مېرمن کلنټن پرون د امریکا د کانګریس د استازو جرګې فرعي کمېټې ته په وینا کې وویل، د امریکا متحد ایالتونه پاکستان هڅوي، چې د متبادلو پایپ لاینونو لکه د ترکمنستان، افغانستاناو هندوستان د پروژې لپاره هڅه وکړي.
تاند - د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن د پاکستان او ایران د ګازو د پایپ لاین د پروژو په خاطر اسلام اباد ته خبرداری ورکړ، ویې ویل، که پاکستان د دې پروژې د جوړولو لپاره مخکې لاړ د امریکا له لوري به خرابې نتیجې وویني.

مېرمن کلنټن پرون د امریکا د کانګریس د استازو جرګې فرعي کمېټې ته په وینا کې وویل، د امریکا متحد ایالتونه پاکستان هڅوي، چې د متبادلو پایپ لاینونو لکه د ترکمنستان، افغانستاناو هندوستان د پروژې لپاره هڅه وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې هیواد به یې له ایران سره د ګازو د پایپ لاین د پروژې په شمول همکاریو ته دوام ورکړي.

حنا رباني کهر دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که له ایران سره د کازو پروژه پرمخ یوسي نو له ناوړو نتیجو سره به مخامخ شي.

حنا رباني کهر نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:

«پاکستان به له ایران سره، چې نژدې ګاونډی دی، د ایران – پاکستان د ګازو د پایپ لاین په شمول همکارۍ ته دوام ورکوي. دا خبره بیا بیا شوې چې دا د پاکستان د ملي ګټو په لومړیتوب کې ده. فکر کوم زموږ ټول دوستان هڅول کېږي په پاکستان کې د انرژۍ له حقیقي بحرانه خبر شي.»

رباني کهر همداراز وویل: «موږ دا نه شو زغملی چې څوک دې را ته انتخاب وکړي چې له کوم ځایه انرژي واخلو.پاکستان د انرژۍ له سخت او جدي بحران سره مخامخ دی او دا په رښتیا یوه ملي ګټه ده چې د انرژۍ غم وخورو که هغه له هر ځایه وي.»



پاکستان هر کال له امریکا څخه په ملیاردونو ډالره مرسته ترلاسه کوي.



د ایران له لوري د دې پروژې لپاره پاکستان ته د ۲۵۰ ملیون ډالره پور وړاندیز پرون یوه اوونۍ وروسته له دې افشا شو چې پاکستاني چارواکو وویل ایران ورڅخه د جنس په جنس یا بارتري معاملې پر اساس د یوملیون ټنه غنمو د واردولو غوښتنه کړې ده.


ایران د امریکا او اروپايي اتحادیې له سختو بندیزونو سره مخامخ دی.

په دغو بندیزونو کې، چې د ایران د اتومي پروګرام د دوام په خاطر لګول شوي، د ایران مالي موسسې هم شاملې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxf0s.yt05s6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته