_DOC_BLOCK}'; ?> د امریکا د مالیې وزارت: یو افغان سوداګر له وسله والو طالبانو سره ملګری دی | آوا
دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 37210
د امریکا د مالیې وزارت: یو افغان سوداګر له وسله والو طالبانو سره ملګری دی
اڅکزي له طالبانو سره مرسته کړې چې په ۲۰۱۱ م کال کې په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي، او همدارنګه د افغانستان په لویدیځ او جنوب کې يې یو شمیر طالبانو ته د بمونو د جوړولو روزنه ورکړې ده.
د امریکا د مالیې وزارت یو افغان تبعه د طالبانو ملګری اعلان کړی او له هغه سره د سوداګرۍ معاملې بندې کړي. ویل کېږي، چې دې افغان د بمونو په جوړولو کې مهارت درلود.

د رویټرز خبري اژانس د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د ادارې په قول وايي، د عبدالصمد اڅکزي په نوم دې کس په افغانستان کې په بمي بریدونو کې لاس درلود.

دې وزارت ویلي، اڅکزي له طالبانو سره مرسته کړې چې په ۲۰۱۱ م کال کې په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي، او همدارنګه د افغانستان په لویدیځ او جنوب کې يې یو شمیر طالبانو ته د بمونو د جوړولو روزنه ورکړې ده.

د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د ادارې مشر ″اډم زوبین″ ویلي؛ د نوموړې په لاس جوړ شوي بمونه په افغانستان کې د ګڼو بهرنیو سرتیرو او ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې دي.

په دې اړه چې اڅکزي د امریکا متحدو ایالتونو سره کومه تجارتي راکړه ورکړه لرله جزییات نه دي څرګند شوې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawune.49n061xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته