کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولنډ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه د دوو ریل ګاډو د ټکر په پيښه کې وژل شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 حوت 1390 ساعت 19:26

پولنډ صدراعظم دونالد توسک دا په وروستیو کلونو کې په خپل هېواد کې د ریل د ټکر له امله تر ټولو ستره غمیزه وبلله، دی نن سهار وختي د پیښې ځای ته ورغلی وو.


په پولنډ کې چارواکې وايي، چې لږ تر لږه پينځلس تنه پرون ناوخته د دوو ریل ګاډو د ټکر په پيښه کې وژل شوي دي او تر ۴۵ زیات زخمیان شوي دي.

د پولنډ صدراعظم دونالد توسک دا په وروستیو کلونو کې په خپل هېواد کې د ریل د ټکر له امله تر ټولو ستره غمیزه وبلله، دی نن سهار وختي د پیښې ځای ته ورغلی وو.

ویل کیږي، چې د زخمیانو تر نیمايي زیات په ناوړه صحي حالت کې دي. په مسافرینو کې چې د بېلابېلو هېوادونو لکه یوکراین، هسپانیې، فرانسې خلک شامل دی خو په مړېو او سختو زخیمانو کې د بهرنیو اتباعو موجودیت نه دی تایید شوی.

په پيښه کې یوه زخمي شوی سړی، چې نوم یې نه دی څرګند خبریالانو ته وویل:

(ما احساس کړ، چې والوتم او په مخامخ ناست سړي ور وغورځیدم. څراغونه مړه شول او ټول شیان په هوا شول. موږ داسې هرې لوري ته ولویدو لکه بکسونه. موږ چېغې اوریدلې. ما دعا کوله. )

په دې ریل ګاډو کې لږترلږه درې نیم سوه مسافر سپاره وو او دواړو ریلونو په عینې پټلۍ باندې حرکت کاوه نو ځکه یې ټکر وکړ خو د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي څو معلومه شي چې ولې دوهم ګاډي ته په عین پټلۍ د حرکت کولو اجازه ورکړل شوې وه.


د مطلب کود: 37337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37337/پولنډ-کې-لږ-تر-لږه-۱۵-تنه-د-دوو-ریل-ګاډو-ټکر-په-پيښه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com