دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۵۹
د مطلب کود : 37352
د اقتصادي او تجارتي همکاریو په اړه د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړۍ ناسته ترسره شوه
یو شمیر روسي شرکتونو په افغانستان کې د انرژۍ، صنعت او ترانسپورټ په برخه کې پانګونې ته چمتووالی وښود.
د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو په اړه لومړۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ د کب دمیاشتې په ۱۱ او ۱۲ په مسکو کې ترسره شوه.
ددې غونډې مشري د افغانستان له خوا د مالیې وزیر جناب ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال او د روسې له خوا د هغه هیواد د انرژۍ وزیر ښاغلي سیرګي شماتکو پر غاړه وه. دواړو لوریو د انرژۍ، تجارت، ترانسپورټ، کرنې، روغتیا او پوهنې په برخو کې په اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
یو شمیر روسي شرکتونو په افغانستان کې د انرژۍ، صنعت او ترانسپورټ په برخه کې پانګونې ته چمتووالی وښود. دواړه خواوې د کابل د کور جوړولو شرکت د بیا فعاله کیدو په اړه هوکړې ته ورسیدل. کیدای شي چې په دې اړه د تفاهم یو یاداښت هم لاسلیک شي. روسیه موافقه وکړه چې د سالنګ تونل او د سروبي دویمې پروژې په بیا رغاونه کې به مرسته کوي او همدا راز به د کابل پولي تخنیک او نورو تحصیلی مؤسساتو په لړ کې چې د روسیې له خوا جوړ شوي دي، د هغوی د بیارغاونې په برخه کې مالي او تخنیکي مرستې کوي. روسي لورې یادونه وکړه چې اوسمهال نژدې ۵۰۰ محصلان به روسیه کې زده کړې کوي او غواړي چې دا شمیره زیاته کړي. د غونډې په پای کې د دواړو لوریو له خوا یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په دې هکله داسې وویل: موږ له روسې سره د دوو ورځو خبرو اترو په ترڅ کې ښې پایلې درلودې او د ډیرو مهمو پروژو په اړه هوکړې ته رسیدلي یو، ولې اصلي پایله به هغه وخت څرګنده شي چې کله لیکل شوي تړونونه د ځمکې پر مخ په عملي پروژو بدل شي.
تمه کیږي چې د دا ډول غونډو دویمه ناسته به د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې په کابل کې ترسره شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchixnx.23nqmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته