دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 37369
د روسیې صدراعظم ″ولادیمیر پوتین″ خپلو پلویانو ډاډ ورکړ چې پروني انتخابات یې ګټلي دي
پوتین د مسکو په مانیژ میدان کې خپلو شاوخوا سل زره پلویانو ته وویل، چې دی ډاډه دی چې پروني انتخابات یې ګټلي دي.
د روسیې صدراعظم ولادمیر پوتین او ولسمشر دیمیتري میدویدیف په مسکو کې د خپلو پلویانو د یوې ډلې په وړاندې راڅرګند شول.

پوتین د مسکو په مانیژ میدان کې خپلو شاوخوا سل زره پلویانو ته وویل، چې دی ډاډه دی چې پروني انتخابات یې ګټلي دي.

د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون د احصایې له مخې د انتخاباتو د پنځه ویشت فیصده شمېرل شویو رایو لومړنۍ نتیجې ښیي؛ چې پوتین په سلو کې د شاوخوا ۶۳ راییو په ترلاسه کولو سره دغه انتخابات ګټلي دي.

د کمونیست ګوند مشر ″ګینادي زیګانوف″ په سلو کې د ۱۷،۳۲ رایو په ګټلو سره دوهم، نامتو میلیارډر ″میخایل پروخوروف″ او د لیبرال ډموکرات ګوند کاندید ″ولادمیر ژیرینوفسکي″ هریوه د شاوخو اوو فیصدو رایو په ګټلو سره دریم او څلورم ځای نیولی دی.

د روسیې دعدالت ګوند کاندید ″سیرګې میرینوف″ په سلوکې ۳،۶۷ رایې خپلې کړي دي.

میدویدیف د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، چې د پوتین بري ته موږ ټولو اړتیا لرله، زموږ هیواد ورته اړتیا لرله، موږ او تاسو هریوه ورته اړتیا درلوده او زیاته یې کړه، چې دوی به دغه کامیابي به هیچا ته هم ورنه کړي.

په داسې حال کې چې د روسیې چارواکي د عادلانه او شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو خبره کوي، مخالفینو د رایې ورکولو په بهیرکې د زیاتو درغلیو او بې نظمیو ادعاوې کړي دي.

د یوه بل خبر له مخې د روسیې د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د شمالي قفقاز په ناکراره سیمه (داغستان) کې پرون د رایو ورکولو یوه مرکز ته نژدې د پولیسو درې افسران د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شول.

د راپورونو له مخې، په دغې حملې کې، چې د ″خاساورت″ په سیمه کې رامنځ ته شوه، یو حمله کونکی هم ووژل شو.




دوشنبه 15 حوت
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdm.w6devaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته