دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 37457
ناټو له پوتین څخه د افغانستان په اړه د همکاریو د دوام هیله وکړه
راسموسن په یوه اعلامیه کې وویل چې ناټو تړون او روسیه به د دفاعي توغندو په اړه هم موافقې ته ورسېږي ځکه چې دا ډول همکاري د دواړو، هم ناټو او هم روسیې، په ګټه ده.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن هیله څرګنده کړه چې د ولایمیر پوتین له بیا غوره کېدو وروسته به هم روسیه له ناټو تړون سره د افغانستان او نورو مسایلو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

پوتین د یکشنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په یوشپېته فیصدو رایو د دریم ځل لپاره د روسیې ولسمشر غوره شو.

ناټو تړون هیله لري چې د ولسمشر په توګه د ولادیمیر پوتین له بیا غوره کېدو سره به روسیه له ناټو سره د افغانستان په اړه او دغه راز د سمندري غلو پرضد په عملیاتو کې همکاریو ته دوام ورکړي.



راسموسن په یوه اعلامیه کې وویل چې ناټو تړون او روسیه به د دفاعي توغندو په اړه هم موافقې ته ورسېږي ځکه چې دا ډول همکاري د دواړو، هم ناټو او هم روسیې، په ګټه ده.



ده یادونه کړې چې :«په ۲۰۱۰ کال په لیزبوړن کې د ناټو – روسیې د مشرانو له غونډې را په دې خوا موږ د افغانستان په برخه کې او دغه راز د تروریزم او مخدرو مواد پرضد مهم پرمختګونه کړي دي.»



روسیه او ناټو په افغانستان کې له یو بل سره همکاري کوي او دې هیواد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته ترانزیتي لار پرانستې ده.



روسیه همداراز له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې افغان ځواکونه روزي.



د ناټو عمومي منشي وویل، تمه لري چې ولادیمیر پوتین به د امریکا په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.



د شیکاګو سرمشریزه، چې د مې د میاشتې په وروستیو کې جوړېږي، په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د بیارغونې او پوځي همکاریو په اړه خبرې کېږي.



راسموسن هیله څرګنده کړې چې روسیه او ناټو به په نورو برخو کې هم همکارۍ دومره ډېري کړي چې خپل اختلافات تر سیوري لاندې راولي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5o0s.yt05k6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته