دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 37527
د تخار د حج او اوقافو ریاست او دیني عالما د نوي کال (نوروز) لمانځنه حرام وګڼله
دغه فتوا نن په تالقان ښار کې په یوه خبري غونډه کې ورکړل شوه او دیني عالمانو وویل، هرهغه څوک چې د نوي کال جشن لمانځي مشرک دی.
د تخار د حج او اوقافو ریاست او دیني علماوو فتوا ورکړې، چې د نوي کال لمانځنه د اسلام په مبارک دین کې قطعي حرامه ده.

دغه فتوا نن په تالقان ښار کې په یوه خبري غونډه کې ورکړل شوه او دیني عالمانو وویل، هرهغه څوک چې د نوي کال جشن لمانځي مشرک دی.

خو د تخار یو شمېر اوسیدونکي وایي، چې د نوروز جشن او د بزګر میله په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او وبه لمانځل شي.

د دوی په خبره دغه فتوا یوازې د تخار د دینې عالمانو ده نه د ټول هیواد.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsbf.rhbz5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته