دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۳۵
د مطلب کود : 37616
په کابل کې د کوماندو لوا مسؤلین:کونړ کې مو د طالبانو درې قومندانان وژلې دي
د طالبانو دا قومندانان پرون په سرکاڼو کې د دوې له ځواکونو سره د نښتې په مهال وژل شوي دي.
په کابل کې د کوماندو لوا مسؤلین وایي، چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یي د طالبانو درې قومندانان وژلې دي.

د دې لوا د رسنیو دفتر نن په کابل کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د طالبانو دا قومندانان پرون په سرکاڼو کې د دوې له ځواکونو سره د نښتې په مهال وژل شوي دي.

د کوماندو لوا د مسؤلینو په وینا په دې نښته کې اته نور وسله وال مخالفین ټپیان شوي، خو د دوي ځواکونو ته کوم زیان نه دې اوښتې.

وسله والو مخالفینو بیا تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiine.49n061xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته