کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بحرینی اولس ننۍ پراخې مظاهرې د ټول پوښتنې په معنا دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 حوت 1390 ساعت 19:16

د بحرین خلکو تراوسه په دو نورو ټول پوښتنو کې ګډون کړې دې ، جوته کړه د بحرین خلکو په ټول پوښتنه کې د خپل هیواد، عربی والی او د ملی اقدام منشور ته رایه ورکړه .


دبحرین د بشری حقوقو د مرکز مشر په درست هیواد کې ننۍ پراخ لاریون د یوې ستر ټول پوښتنې په معنا وباله چې پکې د ال خلفه رژیم په نسکوریدا تینګار وشو .
یوسف ربیع نن له العالم چینل سره په خبرو کې د دې خبرې په کو لو سره چې د بحرین خلکو تراوسه په دو نورو ټول پوښتنو کې ګډون کړې دې ، جوته کړه د بحرین خلکو په ټول پوښتنه کې د خپل هیواد، عربی والی او د ملی اقدام منشور ته رایه ورکړه .
هغه له نورو هیوادونو سره د بحرینی اولس د خوځښتونو ارتباط رد کړ او زیا ته یې کړه د بحرین مقاماتو تیرو دو ټول پوښتنو ته پام ونکړ او د بحرین د اولس له صادقانه او سوچه دریځونو سره یې خیانت وکړ او په همدې دلیل تراوسه په نامناسب اقتصادی ، سیاسی او اجتما عی حالاتو کې ګیر دې .
د بحرین د بشری حقوقو د مرکز مشر جوته کړه د خلکو غوښتنو ته د ال خلیفه رژیم تر تسلمیدا پورې به د دغه هیواد د خلکو خوځښتونه دوام ولر ی


د مطلب کود: 37641

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37641/د-بحرینی-اولس-ننۍ-پراخې-مظاهرې-ټول-پوښتنې-په-معنا-دی

آوا
  https://www.avapress.com