دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 37680
ددې موافقې له مخې، ټاکل شوې ده چې لومړی به د بګرام زندان یوه برخه چې کابو پنځه سوه بندیان پکې ساتل کېږي، د افغانستان دولت ته وسپارل شي او شپږ میاشتې وروسته به هم ددې زندان بشپړ مسوولیت چې کابو درې زره بندان پکې دي، په بشپړه توګه به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د امریکایانو تر واک لاندې زندانونه چې په بدنامو او تورو زندانونو مشهور او د کابل او واشنګټن ترمنځ د سټراټژيک تړون د لاسلیک په لاره کې یو خنډ ګڼل کېږي، په شپږ میاشتو کې به د افغانستان دولت ته وسپارل شي.

زموږ د خبریال د رپوټ له مخې، د هغه موافقې له مخې چې پرون د امریکايي او ناټو پوځيانو د قوماندان جنرال جان آلن او د افغانستان د دفاع وزیر، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ ترمنځ په کابل کې لاسلیک شوه، امریکا ژمنه وکړه چې د بګرام په شمول به ددې هېواد ټول زندانونه په شپږو میاشتو کې د کابل دولت ته وسپارل شي.

ددې موافقې له مخې، ټاکل شوې ده چې لومړی به د بګرام زندان یوه برخه چې کابو پنځه سوه بندیان پکې ساتل کېږي، د افغانستان دولت ته وسپارل شي او شپږ میاشتې وروسته به هم ددې زندان بشپړ مسوولیت چې کابو درې زره بندان پکې دي، په بشپړه توګه به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
د زلمیانو او زړو کسانو په شمول له درې زره ډېر کسان د بګرام په امریکايي بند کې له محاکمې پرته بندي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له دې وړاندې ټينګار کړی و چې له امریکاسره د سټراټژيک تړون د لاسلیک کولو یو شرط، افغان دولت ته ددغه هېواد د زندانونو د مسوولیت سپارل دي چې البته د افغانستان خلکو په وار وار په خپل هېواد کې د امریکايي پوځیانو له جوړیدو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی، ځکه په دې باور دي چې له ۲۰۰۱ میلادي کاله تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون، د زرګونو ولسي خلکو له وژلې، ددې هېواد د بیخ بینايي تاسیساتو له منځه وړل او د نشه يي توکو له زیاتېدو پرته، بله لاسته راوړنه نه ده درلودلې
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg0bf.rhbzwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته