دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 37779
"تر دوهم شرط وروسته ستراتیژیک تړون لاسلیکوو"
د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیلک لپاره افغان حکومت دوه لوی شرطونه ایښي وه، چې یو یې افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل او بل یې هم په افغانستان کې د شپې له خوا د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو بندول وه.
د بګرام زندان د سپارلو په اړه له تړون وروسته افغان ولسمشر وایي، که د شپې د عملیاتو په اړه یي غوښتنه ومنلای شي، نو دا امکان شته، چې د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي، چې د یکشنبې په ورځ یي د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله دا تمه وښودله، چې د شپې د عملیاتو په اړه به ډیر ژر له امریکا سره یو تړون لاسلیک کړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې تر دې تړونونو وروسته به د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د ستراتیژیک تړون په سر خبرې دوام وکړي:

“وروسته له هغې، چې د امریکا له حکومت سره دا دوه توافقه وکړو، نو بیا به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوو.

په دې کې مو نوې موافقه دا کړې، چې موږ حاضر یو، چې د شیکاګو له کنفرانس نه مخکې، چې د ثور او جوزا په میاشتو کې جوړیږي د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شي.”

د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیلک لپاره افغان حکومت دوه لوی شرطونه ایښي وه، چې یو یې افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل او بل یې هم په افغانستان کې د شپې له خوا د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو بندول وه.

په دې لړ کې افغان حکومت ته د بګرام زندان د مسئولیت سپارلو تړون د روانې مارچ میاشتې پر 9 لاسلیک شو، چې تر شپږو میاشتو پورې به یې امریکايي پوځیان افغان ځواکونو ته وسپاري.

خو ولسمشر دا هم وویل، چې په افغانستان کې امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې مسئله له دې تړون څخه جلا ده او دوي به په دې اړه تر اوږدو بحثونو وروسته پریکړه وکړي:

“موږ به یو کال نور وخت واخلو څو په دقت سره د امریکا په وسیله د افغانستان له پوځي تاسیساتو څخه د استفادې څرنګوالې په سمه توګه مطالعه کړو.

دا، چې دوي د دې کار په بدل کې څه راکوي، موږ څه ورکوو، د دوي مسؤلیت څه دې او زموږ مسؤلیت به څه وي، څومره شمېر سرتیري یي په افغانستان کې پاتې کیږي، دوي به څه ډول رول ولري، بهر به ځي نه به ځي زموږ د سرتیرو په روزنه کې څه ډول برخه اخلي، دا ټول هغه مسایل دي، چې موږ پرې خبرې کوو. هر کله، چې موږ د دې مسایلو په اړه توافق ته ورسیدو نو بیا به یي لاسلیک کړو.”

د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون په اړه له شا او خوا یو نیم کال راهیسي خبرې روانې دي.

د راپورنو له مخې د دې تړون په اړه د خبرو له پیله د سیمي او ګاونډېو هېوادونو مخالفت روان دی او دغه هېوادونه نه غواړي، چې د امریکا او افغانستان تر منځ دغه تړون لاسلیک شي.

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان په اوسنیو حالاتو کې په دې باور دي، چې دغه تړون به افغانستان د ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو له لاسوهنو وژغوري او روانه جګړه به تر یوه ځای کمه شي.

افغانستان تر دې مخکي له هند، فرانسې، ایټالیا، برتانیا او ناټو سره د سټراټیژیکو او نورو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao0ne.49n001xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته