دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 37874
قطر او سعودي عربستان دسوریې دکړکیچ دحل مخه نیسي
دسوریې تشرین ورځپاڼې پرون راپور ورکړ سعودي عربستان او قطر هڅه کوي دسوریې دناکراریو دختمولو لپاره ترسره شوي هڅې له بندون سره مخامخ کړي .
دسوریې ورځپاڼې سعودي عربستان او قطر دسوریې دکړکیچ دحل لارې دله مینځه وړلولپاره په هڅې تورن کړل .
دسوریې تشرین ورځپاڼې پرون راپور ورکړ سعودي عربستان او قطر هڅه کوي دسوریې دناکراریو دختمولو لپاره ترسره شوي هڅې له بندون سره مخامخ کړي .
د سوریې تشرین ورځپاڼې دغه راز قطر په سوریې کې دوینې په بهولو او دوسله و الو او ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ .
دسوریې تشرین ورځپاڼې دسعودي عربستان دخارجه وزیر سعود فیصل او دقطر دبهرنیو چارو دوزیر شیخ حمد بن جاسم بن جبر ال ثاني وروستي ناروغه دریځونه او مغرضانه ویناګانې په سوریې کښې دناکراریو ددوام په هدف سره دقطر او عربستان دهڅې لپاره ترټولو غټ دلیل وباله .
دسوریې تشرین ورځپاڼې زیاته کړه هره هڅه چې دسور یې دکړکیچ دحل لپاره تر سره کیږي دلویدیځو هیوادونو له هدفونو سره چې قطر یې دعربستان په ملاتړ سره اجرا کوي سمون نه خوري او دقطر او عربستان دریځونه په ماتي محکوم دي .
دویلو ده چې په سوریې کښې کړکیچ هم امریکا، انګلستان ، فرانسې، قطر ، سعودي عربستان ترهګرو ډلو ته دپیسو ، وسلو او پوځي روزنو په ورکولو پیل کړی دی چې دبشار اسد حکومت نسکوری کړی کوم چې په سیمه کښې دصهیونیسټ رژيم او دهغوې دملګرو دسلطې غوښتنې او ظلم په وړاندې په کلکه ولاړ دی .
د ویلوده چې دسوریې عسکرو په تیرو څو ورځو کښې په دغه هیواد کښې ګڼ شمیر ترهګر نیولي .
دغو ترهګرو اعتراف کړی چې دوې ته ډیرې پیسې او وسلې فرانسې ، امریکا، عربستان ، قطر او ځینو نورو عربو هیوادونو ورکولې .
دسورېې عسکرو دځينو عربو او لویدیځو هیوادونو دجاسوسۍ ادارو کسان هم نیولي دي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgt79w.ak9uu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته