دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 37961
د کب د ۲۴مې تاریخي ورځې په مناسبت امنیتي تدابیر نیول شوي
په هرات کې د ۲۴ د حوت تاریخي ورځې او پسرلي په مناسبت ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي، ۳۳ کال وړاندې د پخواني شوروي پلوه حکومت له خوا د خلکو د پاڅون د ځپلو پر مهال تر شل زره زیات خلک قتل عام کړی شول، چې هرکال یې هراتی وګړی په ډله یزه قبر د ګلو ګیډي په کیښودو ورځ لمانځي
د حوت ۲۴ په هرات کې د زرګونو کورنیو لپاره د ماتم او هغو څه د پاسه

۲۰زره کسانو د وژنې ۳۳ کلیزې سره سمون خوروي؛ چې د وخت کمونست پلوه حکومت له خوا د یوه لاریون پر مهال ووژل شوه، دغه وژل شوي اجساد، چې د هرات ښار شمال د غره په یوه شېله کې ډله ییزه قبر په جوړ شوی؛ لکه د هرکال په څیر سږ کال بیا هم هراتی وګړي جوپه، جوپه د زرګونو کسانو په ترکیب کې د غره په لمن خواره او د نوم وروکو شهیدانو په ډله ییزه قبر د ګلو ګیدۍ کیښودو سره په تکبیر ویلو د پخواني شوروي په وړاندې کرکه څرګندوي:

دلته هرات کې له دوه ورځو راهیسې په واټونو کې د پولیسو منظمې ګزمې او د څار پوستې جوړې شوې دي؛ د هرات د امنیه قوماندان جنرال سید اغا ثاقب وایي، د منظم پلان له مخې یې د حوت د ۲۴ د خلکو د ماتم، ورځي او پسرلی لپاره وړ امنیتي پلان نیولی څو خلک په راحت دغه ورځې ولمانځي:

د ۳۳ کاله وړاندې عیني شاهدان د خپل هېواد په تاریخ د حوت ۲۴ ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ یادوي؛ نقل کړی، چې د یوه ولسي پاڅون او لاریون په غبرګون کې د وخت د کمونیستي پلوه حکومت د عسکرو زغم ختم شوو په لارو او کوڅو کې یې په خلکو ماشیندارې وکړولې؛ ژوندي کسان یې د ټانګونو لاندې کړل او د پاتې خلکو د ویرولو لپاره یې دغه اجساد د عبدالله انصاري زیارت ته لنډ غره په شیله کې لوڅ پرېښول؛ هغه چې اجساد یې ۱۵ کاله هملته لوڅ پراته او بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ۴ ډله ییزه قبرونو په ترکیب کې تر خاورو لاندې شول.

د یادو وژل شویو کسانو دقیق شمیر او اجساد نه دي پېژندل شوي، خو د قبر تر خوایې چې عسکونه خلک هرکال راوړې شمېر یې د ۲۴ زره کسو په رقم کې ګڼل شوی دی، ویل کېږي لاریون یې د هرات ښار د کندهاریانو له محلې پیل کړی و؛ ډېر قربانیان یې هم د هرات مېشته کندهاریان وو، چې مشر یې ګل محمد کندهاری مشهور او په همدغه مظاهره کې وژل شوی و.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfn0s.yt0596bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته