دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 37986
سویس: په یوې ترافیکي پېښه کې د ۲۲ زده کوونکو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي دي
په بس کې ۵۲ کسان سپاره وو، چې د سې شنبې په شپه په سيمه یېز وخت په نهو بجو د الپ د غرونو د سکي کولو ساحې ته نږدې د یوه تونل له دیوال سره ولګید.
په سویس کې د دوه ویشتو کوچنیانو په ګډون، ۲۸ کسان د بس د ټکر په پیښې کې وژل شوي دي.

چارواکي وایي، اکثر قرباینان د بلجیم هیواد زده کوونکي دي، چې د سکي کولو له رخصتیو وروسته وطن ته ستنیدل.

په بس کې ۵۲ کسان سپاره وو، چې د سې شنبې په شپه په سيمه یېز وخت په نهو بجو د الپ د غرونو د سکي کولو ساحې ته نږدې د یوه تونل له دیوال سره ولګید.

په وژل شویو کې د بس دوه تنه موټر چلوونکي هم شامل دي او ۲۴ تنه کوچنیان ټپیان دي.

چارواکي وایي، د بس د ټکر علت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د بلجیم صدراعظم ″ایلیو ډي روپا″ دا پیښه د ټول بلجیم لپاره یوه غمېزه وبلله.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaione.49n0a1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته