دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 37987
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په شوراب هوايي ډګر کې د هلمند له والي سره وکتل
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی او په خپل دې سفر کې به د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په شوراب هوایي ډګر کې د هلمند له والي ګلاب منګل سره وکتل.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل، تراوسه نه ده معلومه چې دواړو لوریو په کومو مسایلو خبرې کړي.

راپورونه وایي، چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی او په خپل دې سفر کې به د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

پنیټا به له افغان چارواکو او امریکایي عسکرو سره د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د تیرې یکشنبې د پيښې په اړه هم خبرې وکړي؛ چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړس ملکیان ووژل شول.

افغان چارواکي دغې پیښې ډېر په غصه کړي او غوښتنه کوي، چې دغه امریکایی عسکر باید په افغانستان کې محاکمه شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9bf.rhbzwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته