کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي پوځيانو د کندهار په عام وژنه کې پر مېرمنو تېری هم کړی

افغان غږ آژانس(آوا) , 27 حوت 1390 ساعت 20:39

د افغانستان د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د رپوټ له مخې، په دې عام وژنه کې، له ۱۵ تر ۲۰ امریکايي پوځيانو ګډون درلودلی دی.


د پرس ټي وي ټلویزیوني چینل د رپوټ له مخې، د افغانستان د پارلمان د حقیقت موندنې د پلاوي دوو غړو، حامدزي لالي او شکیبا هاشمي نن دولسي جرګې په غونډه کې اعلان وکړ چې امریکايي پوځيانو د کندهار په جنایت کې، د ۱۷ ولسي افغانانو له وژل مخکې، پر دوو افغان مېرمنوتېری هم کړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د رپوټ له مخې، په دې عام وژنه کې، له ۱۵ تر ۲۰ امریکايي پوځيانو ګډون درلودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دولت ادعاکړې ده چې د امریکا د پوځ ۳۸ کلن غړی، ګروهبان رابرټ، ددې وژلې یوازینی مسوول د ی.

امریکايي وحشي پوځيانو د مارچ په ۱۱مه نېټه، سهار مهال د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د خلکو کورونو ته ننوتل او د کورونو غړي ۱۷ کسان چې ۹ ماشومان او درې مېرمنې هم پکې شامل دي شهیدان او ۵ تنه نور یې ټپيان کړل.


د مطلب کود: 38138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38138/امریکايي-پوځيانو-د-کندهار-په-عام-وژنه-کې-پر-مېرمنو-تېری-هم-کړی

آوا
  https://www.avapress.com