دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۳۹
د مطلب کود : 38138
امریکايي پوځيانو د کندهار په عام وژنه کې پر مېرمنو تېری هم کړی
د افغانستان د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د رپوټ له مخې، په دې عام وژنه کې، له ۱۵ تر ۲۰ امریکايي پوځيانو ګډون درلودلی دی.
د پرس ټي وي ټلویزیوني چینل د رپوټ له مخې، د افغانستان د پارلمان د حقیقت موندنې د پلاوي دوو غړو، حامدزي لالي او شکیبا هاشمي نن دولسي جرګې په غونډه کې اعلان وکړ چې امریکايي پوځيانو د کندهار په جنایت کې، د ۱۷ ولسي افغانانو له وژل مخکې، پر دوو افغان مېرمنوتېری هم کړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د رپوټ له مخې، په دې عام وژنه کې، له ۱۵ تر ۲۰ امریکايي پوځيانو ګډون درلودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دولت ادعاکړې ده چې د امریکا د پوځ ۳۸ کلن غړی، ګروهبان رابرټ، ددې وژلې یوازینی مسوول د ی.

امریکايي وحشي پوځيانو د مارچ په ۱۱مه نېټه، سهار مهال د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د خلکو کورونو ته ننوتل او د کورونو غړي ۱۷ کسان چې ۹ ماشومان او درې مېرمنې هم پکې شامل دي شهیدان او ۵ تنه نور یې ټپيان کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6ne.49nae1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته