دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۴۳
د مطلب کود : 38139
خالدمشعل د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
خالد مشعل، چې دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ انقرې ته تللی، بیګا یې د ترکیې له لومړي وزیر، رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر، احمد داوود اوغلو سره خبرې اترې وکړې.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) د سیاسي دفتر مشر، خالد مشعل نن په انقره کې د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل سره د تړلو دروازو شاته ولیدل.
تر اوسه پورې دواړو لورو د خبرو اترو د چورلیز په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
خالد مشعل، چې دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ انقرې ته تللی، بیګا یې د ترکیې له لومړي وزیر، رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر، احمد داوود اوغلو سره خبرې اترې وکړې.
اټکل کېږي چې ددوه اړخیزه مسایلو جاجول، پر غزه د صهیونیسټ رژيم بریدونه، سیمه ییز او نړیوال وروستي بدلونونه، د سوریې بدلونونه، د فلسطیني ډلو ترمنځ روغه جوړه او دمنځني ختیځ د سولې بهیر د ترکیې له چارواکو سره د خالد مشعل په کتنه کې د بحث وړ مهم موضوعات وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98bf.rhbwfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته