دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۲۳:۰۰
د مطلب کود : 38315
له تروریستانو سره د اړېکوپه تور نیول شوی افغان په جرمني کې یوې محکمې ته حاضر کړای شو
صدیقي محکمې ته وویل، دوي غوښتل د اسلامي شریعت په رڼاکې ژوند او جهاد وکړې او جرمني ته د بیرته ستنیدو اراده یي نه درلوده.
یوه افغان ټبري جرمن د سه شنبې په ورځ د جرمنی یوې محکمې ته وویل، د افغانستان یوې سرحدې سېمې ته د جګړې په نیت تللی و او دا اراده یې نه درلوده، چې جرمني ته د بېرته ستنیدو پرمهال به تروریستي حملې کوې.

په ۲۰۱۰ کال له دغه سړي څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس، په ټولې اروپا کې د تروریزم خبرداری خپور شوی و.

احمد ولي صدیقي د جرمني د کوبلینڅ ایالت یوې محکمې ته د محاکمې په دوهمه ورځ وویل، ده او یو شمېر ملګرو یي په کریدټ کارد باندي آي فون ( لاسي تیلفونونه) او کمپوترونه پیرلې وو او بیرته یې پلورلي وو، تر څو په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان او افغانستان ته د خپل سفر لګښتونه پوره کړې.

صدیقي محکمې ته وویل، دوي غوښتل د اسلامي شریعت په رڼاکې ژوند او جهاد وکړې او جرمني ته د بیرته ستنیدو اراده یي نه درلوده.

که ۳۷ کلن صدیقي مجرم وپیژندل شي، نو په لس کاله بند ممکن محکوم شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmxnx.23n6zdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته