دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 38362
څلور تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول، دوه تنه ټپیان او څلور تنه یی دملی پولیسو په عملیاتو کی ژوندی ونیول شول
د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د پنځوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دکابل، ننګرهار، بغلان، هلمند او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د پنځوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دکابل، ننګرهار، بغلان، هلمند او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، څلور تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول، دوه تنه ټپیان او څلور تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یو زیات اندازه چاودیدونکې توکې ،وسلې اومهمات هم دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو په تېرو۲۴ ساعتونو کې ۹ کړې د وسایطو ضد ماینونه او ۱۳۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د کندز ،کندهار، غزنی، هرات او فراه ولایتونو په اړوندو سیمو کې نوي ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8tet.uqeomz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته