دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 38389
امریکا او پاکستان د ترانزیتي لار پر پرانستلو خبرې کوي
د پاکستان ترانزیتي لار د ډېرو کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځیانو لپاره تر ټولو مهمه او اساسي لار ګڼل کېده.

یوه جګپوړي امریکايي مامور د جمعې په ورځ وویل چې امریکا او پاکستان به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو په باب د پاکستان د ترانزیتي لارې پر پرانستلو خبرې بیا پیل کړي.

پاکستان د تېرکال په نومبر کې وروسته له دې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو پرمخ خپله ترانزیتي لار بنده کړه چې د ناټو هیلي کوپترو د پاکستان پر دوو سرحدي پوستو په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن د جمعې په ورځ وویل، د پاکستان د پارلماني کمیسون هغه کار ته درناوی لري چې وايي د پاکستان حکومت باید د ترانزیتي لار تر پرانستلو مخکې د نومبر د پېښې په خاطر له امریکا څخه غوښتنه وکړي چې له پاکستانه بخښنه وغواړي.
د پاکستان پارلماني کمیسون به د نومبر د شپږویشتمې نېټې د حملې په اړه له څېړنو وروسته خپلې سپارښتنې حکومت ته وړاندې کړې.

ګراسمن وویل، کله چې د پاکستان پارلماني کمیسون خپل حکومت ته سپارښتنې وړاندې کړې، هاله به موږ د پاکستان له حکومت سره په دې خبرې پیل کړو چې نور کار په څه ډول پرمخ یووړل شي.

د پاکستان ترانزیتي لار د ډېرو کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځیانو لپاره تر ټولو مهمه او اساسي لار ګڼل کېده.

د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارې له بندېدو وروسته امریکا او ناټو د منځنۍ اسیا او روسیې له لارو او دغه راز د هوا له طریقه په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته وسلې، وسایل او تېل رسوي.

ناټو د پاکستان له لوري د خپلو ترانزیتي لارو تر بندولو مخکې د پاکستان پر ځای د ترکمنستان او ازبکستان لارو ته مخه کړې وه.

ناټو د ۲۰۰۸ کال په اپریل کې د بخارست سرمشریزې ته د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشران وربللي وو چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره د دوی پر ترانزیتي همکاریو خبرې وکړي.
روسیې په وروستیو کې موافقه وکړه چې په خپله خاوره کې د ناټو ځواکونو ته د وسایلو او عسکرو د ترازیت لپاره یوه هوايي اډه ورکړي.

خو د منځنۍ اسیا ترانزیتي لار د ناټو او امریکا لپاره د پاکستان تر لارې ګرانه تمامېږي.

خو د پاکستان لار که له یوې خوا ارزانه ده له بلې خوا ناامنه ده. په ځلونو د ناټو د پر اکمالاتي کاروانونو پرکانتینرونو او د تېلو پر ټانکرونو حملې شوي دي.
تېره میاشت د فرانسې دفاع وزیر ښاغلي لانګوې وویل، د ناټو ځواکونو د ایستلو لپاره د منځنۍ اسیا له لارې کار اخیستل واره داره نه دي خو ده په عین حال کې ومنله چې ښه مسیر د پاکستان لار وه خو د ناټو او پاکستان، په تېره بیا د پاکستان او امریکا ترمنځ د ترینګلیو اړیکو له کبله له دې لارې څخه استفاده له ستونزو سره مخامخ ده.

په وروستیو کې په ځینو راپورونو کې ادعا شوې وه چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لپاره د منځنۍ اسیا د هیوادونو له ترانزیتي لارو څخه د کار اخیستلو په وړاندې دې هیوادونو ته د کال پنځه سوه ملیون ډالره ورکوي.

د اټکلونو له مخې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیانو ته اوس په سلو کې ۷۵ غیرپوځي وسایل د شمال د توزیع د شبکې له لارې انتقالېږي، چې له لاتویا پیلېږي له روسیې، قزاقستان او ازبکستانه تېرېږي. د ناټو د وسایلو لویه برخه د ازبکستان له لوري افغانستان ته رسېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3pap.t1avv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته