کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزي د سناتور حاجي خیروجان پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 5 حمل 1391 ساعت 19:06

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي عمل په کلکه وغانده او دهغه ترسره کوونکي یې د پردیو مزدوران وبلل.



د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د مشرانو جرګې په تېره دوره کې د ارزګان د خلکو د انتخابي استازي سناتورحاجي خیروجان او د هغه د ملګرو پر وژل کیدوباندې خواشیني څرګنده کړه .

د رپوټونو له مخې، د سناتورحاجي خیروجان د سورلۍ موټر، نن غرمه د ارزګان ولایت مرکز د ترینکوټ په ښار پورې اړوند د ده یک په سیمه کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې پخپله سناتور حاجي خیروجان، قومي مشر حاجي شرف الدین او درې تنه پولیس شهیدان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي عمل په کلکه وغانده او دهغه ترسره کوونکي یې د پردیو مزدوران وبلل.

د هېواد جمهور رئیس د حاجی خیروجان او د هغه د ملګري او د پولیسو د سرتیرو پر وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی دی، د شهیدانو کورنیو او د ارزګان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او شهیدانو ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت هیله کوي.

حاجي خیرو جان د ارزګان ولایت یو مخکښ قومي مشر و چې په دغه ولایت کې د پرمختګ او بیا رغونې د فعالیتونو ترڅنګ یې تل دا هڅه کوله چې د ملي پخلاینې له لارې د ارزګان ولایت د ولسونو ترمنځ یووالي رامنځته شي


د مطلب کود: 38407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38407/حامدکرزي-د-سناتور-حاجي-خیروجان-پر-وژل-کیدو-خواشیني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com