دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 38421
افغان ولسمشر به له تاجک او ایراني ولسمشرانو سره د نوروز جشن ولمانځي
کرزي د تاجکستان د درې ورځني سفر په لړ کې د ريکا يا د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کنفرانس کې هم ګډون کوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په تاجکستان کې دی چې په څو غونډو کې د ګډون ترڅنګ له تاجک او ايراني ولسمشرانو سره د نوروز جشن ولمانځي.

کرزي د تاجکستان د درې ورځني سفر په لړ کې د ريکا يا د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کنفرانس کې هم ګډون کوي.

د افغانستان د ولسمشر د دې سفر په مهالوېش کې د افغانستان، تاجکستان، ايران او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې ګډون هم شامل دي.

په دې غونډه کې د څلورو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سياسي اړيکو او د هغو د پراختيا پرلارو چارو خبرې کېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyjdm.w6dc0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته