دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 38525
دکورنیو چارو وزارت وايي د مخدرو موادو یو لوی قاچاقبر یې نیولی
د کورنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې دغه لوی قاچاقبر مختلفو هیوادونو ته تر لس ټنه زیات مخدر مواد قاچاق کړي دي.
افغان چارواکي وايي چې د مخدرو موادو یو لوی قاچاقبر یې په شل کاله قید محکوم کړی دی. د دوی په وینا دا کس په افغانستان کې د مخدرو موادو د مافیا یو مهم غړی ګڼل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې دغه لوی قاچاقبر مختلفو هیوادونو ته تر لس ټنه زیات مخدر مواد قاچاق کړي دي.

د کورنیو چارووزارت د دغه لوی قاچاقبر نوم نه دی ښوولی. څرګنده نه ده چې د هغه نوم په څه علت پټ ساتل شوی.

افغانستان د نړۍ یو له هغو کمسارو هیوادونو څخه دی چې د مخدرموادو د لویو قاچاقبرانو، د مځکو لویو غاصبانو، لویو رشوتخورو او اختلاس کوونکیو او د لویو جنګي مجرمانو نومونه پکې پټ ساتل کېږي.

افغان چارواکي هرکال د سلګونو ټنو تاریخ تېرو او جعلي درملو د نیولو ادعاوې کوي خو د داوو د کمپنیو نومونه هم نه افشا کوي څو خلک د هغې کمپنۍ د درملو له رانیولو ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د دغه قاچاقبر نوم په داسي حال کې نه دی اخیستی چې د دغه وزارت په ادعا ده په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق د یوې لویې شبکې مشري په غاړه لرله.

د دې وزارت په وینا هغه کابو درې میاشتې پخوا د مخدرو موادو ضد ځواکونو په عملیاتو کې، چې د هیواد په لوېدیځ کې وشول، ونیول شو.

له مخدرو موادو سره د مبارزې چارواکي وايي چې له دې وروسته د مخدرو موادو لوی قاچاقبران او کاروباریان په نښه کوي. دې وزارت ونه ویل چې خپله پالیسي یې ولي بدله کړې او یا ولي یې تراوسه دا کار نه کاوه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcammne.49nau1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته