دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 38532
د افغانستان – پاکستان او متحده ایالاتو ترمینځ د محوري ګروپ درې اړخیزه پنځمه ناسته د دوشنبې په ښار کې جوړه شوه
ښاغلي لودین د ښاغلي عباس او ورسره مل پلاوي سره د محوري ګروپ د ناستې څخه دمخه د سولې د بهیر او ددوه اړخیزه اړیکو د بیلابیلو اړخونو په اړه د خبرو اترو لپاره لیدنه وکړه .
   د افغانستان ،پاکستان او متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو خپله د محوري ګروپ پنځمه ناسته د شنبې ورځې له غرمې څخه وروسته د په دوشنبې کې د افغانستان په سفارت کې جوړه کړه.

افغاني هئیت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي جاوید لودین ،پاکستاني هئیت د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي جلیل عباس جیلاني او د متحده ایالاتو هئیت دافغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي ښاغلي مارک ګروسمن په واسطه رهبري کیدل.

درې واړو اړخونو د افغانستان د پخواني جمهوررئیس اودسولې د عالي شورا د مشر استاد پروفیسور برهان الدین رباني د ترور څخه د شپږ میاشتنی وقفې وروسته د محوري ګروپ بیا په کار پیل څخه استقبال وکړ.

ښاغلي لودین وویل :زه ډیر خوښ یم چې د محوري ګروپ پنځمه ناسته مو دلته ددوشنبې په ښار کې جوړه کړه . موږ د ډیرې اوږدې وقفې څخه وروسته رغنده خبرې اترې درلودې .

محوري ګروپ د منصفانه او مرتبو مشورو له لارې د افغانانو په مالکیت او مشری د سولې د بهیر د پر مخ بیولو ،د معلوماتو د شریکولو او تر ټولو مهم یی ددې لومړیتوب څخه په ملاتړ کې په ریښتینو ګامونو د هوکړې په موخه ددرې واړو هیوادونو لپاره د مهم میکانیزم ښودونکی دی ښودونکی دی.

ټولو ګډونوالو په راتلونکي کې د محوري ګروپ د کار د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي لودین د ښاغلي عباس او ورسره مل پلاوي سره د محوري ګروپ د ناستې څخه دمخه د سولې د بهیر او ددوه اړخیزه اړیکو د بیلابیلو اړخونو په اړه د خبرو اترو لپاره لیدنه وکړه .

ښاغلي لودین یو ځل بیا په دی وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه د ښاغلي عباس د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله .دواړو لوریو د دواړو هیوادونوپه بحراني حالاتوکې د نږدې همکاری او اړیکو پر اړتیا ټینګار وکړ
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwap.t1avp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته