کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان له جګړې څخه د امریکایانو ملاتړ ۶۹ سلنه کم شوی دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 9 حمل 1391 ساعت 11:09

له افغانستان څخه د امریکایانو د ملاتړ د کموالي علتونه، په افغانستان کې د افغان عسکرو له خوا د ناټو پوځیانو وژل او په دې هیواد کې د یوه امریکایي عسکر له خوا د ۱۷ بې ګناه ملیکانو ډله یېزه وژنه ښودل شوې دي.


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د CBS تلویزیوني شبکې په نظر پوښتنو کې ښودل شوې، چې په متحده ایالاتو کې د افغانستان له جګړې څخه د امریکایانو ملاتړ کم شوی دی.

د دغو موسسو په نظر پوښتنې کې د پوښتل شویو کسانو په سلو کې نهه شپیتو ویلي، د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان په جګړې کې دخیل نه وي. دا شمېر څلور میاشتې وړاندې په سلو کې ۵۳ و.

له افغانستان څخه د امریکایانو د ملاتړ د کموالي علتونه، په افغانستان کې د افغان عسکرو له خوا د ناټو پوځیانو وژل او په دې هیواد کې د یوه امریکایي عسکر له خوا د ۱۷ بې ګناه ملیکانو ډله یېزه وژنه ښودل شوې دي.

په نظر پوښتنې کې دا هم ښودل شوي، چې په سلو کې ۶۸ پوښتل شوي امریکایان په دې نظر دي، چې د افغانستان هلې ځلې په ناسم لورې پر مخ روانې دي. دا رقم په تېر نومبر میاشت کې په سلو کې ۴۲ ښودل شوی و.

د پوښتل شویو امریکایانو په سلو کې نیمایي وایي، امریکایي عسکر باید د ۲۰۱۴ کال ټاکلې نیټې څخه دمخه وطن ته راستانه شي.


د مطلب کود: 38688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38688/د-افغانستان-له-جګړې-څخه-امریکایانو-ملاتړ-۶۹-سلنه-کم-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com